دَ نړۍ مشران دې دَ عبدالستار ايدهى نامه دَ نوبل پيس پرائز ۲۰۱۶ء دپاره وټاکى

The Issue
محترم عبدالستار ايدهى دَ پاکستان يو ډېر دروند او نوموړے شخصيت دے. هغه دَ خدائ مخلوق ته هر وخت خېر رسوونکے سماجى کارکن دے. هغه خپل ټول ژوند دَ نورو خلکو دَ خدمت دپاره وقف کړے دے. په ګڼ شمير کښې دَ هغه مفت ايمبولينس سروس دَ پاکستان دَ روزمره ژوند يو لازمى جز ګرځيدلے دے.
دا وخت هغه دَ اتياؤ کالو په عمر کښې دے او زۀ دَ زړۀ له کومې غواړم چې دَ انسانيت دپاره دَ هغه دَ قدر وړخدمتونو اعتراف دې هغه ته دَ نوبل پيس پرائز په ورکړه اوکړے شى.
هر کله چې زما لور ملاله نوبل پيس پرائز وګټو نو زما دَ خوشحالۍ څه انتها نه وه. دَ شکر او تسکين کومو زورَورو جذبو چې زما او زما دَ کور ودانې نه غېږه را چاپيره کړې وه، دَ هغې اظهار بايد چې په ټکو کښې نه شى کيدے. بې شکه دغې ايوارډ په نړيواله سطح دَ هرې جينۍ او ماشوم دپاره دَ تعليم ارزښت او افاديت نور هم سيوا کړے دے.
زما پوخ باور دے چې عبدالستار ايدهى صېب هم دَ داسې احترام وړ ستر انسان دے.
محترم ايدهى دَ خپل ايمبولينس سروس او دَ ناڅاپى پېښو خدماتو دَ ترسره کولو په لړ کښې دَ خپل يو لوئ نيټ ورک په ذريعه دَ ټول قام کفالت کوى. په يو داسې هېواد کښې چرته چې ترهه ګرى، غربت او قدرتى افتونه دَ روزمره ژوند سره تړلې شوى دى، هلته دَ هغه اداره دَ هېواد په ګټ ګټ کښې دَ هر قسمه طبى امداد او په ناڅاپى پېښو کښې د مرستې دپاره په صحى وخت ځان رسوى. هغه يتيمانو ماشومانو او غريبانو خلکو ته پناه ورکوى. دَ هغوئ دَ دارو دُرملو انتظام بغير څه دَ معاوضې نه کوى. دَ نشَيانو علاج، په حادثو کښې په وخت مرسته او دَ لاوارثه مړو دَ کفن دفن انتظام دَ ايدهى فاؤنډېشن ځانګړې خوبۍ دى. دَ څه ناڅاپى پيښې په وخت به لا دَ قانون واکمنان موقعې ته نه وى رسيدلى چې دَ ايدهى ايمبولينس به هلته موجود وى. دَ ايدهى دَ خدماتو دائره دَ نيمې صدۍ نه هم په زيات وخت خوره ده. او دَ خپل اولس دا خدمت هغه بې دَ څه ذاتى غرض او لالچ نه کوى.
دَ محترم اىدهى دَ قدر وړ خدماتو دپاره چې هغه ته څومره هم دَ عقيدت پيرزونې وړاندې کړے شى نو کمې به وى. دَ خېر ښېګړې په دې کارونو کښې هغه ته دَ هغه دَ کورودانې بلقيس ايدهى مرسته هم ترلاسه ده. هغوئ دَ خپلو شريکو هلو ځلو په لړ کښې په پاکستان کښې دَ ايمرجنسى او ټراما کئير سهولت متعارف کړے دے چې دَ هغې نه دَ صِنفى، طبقاتى، نسلى، مذهبى او دَ عمر دَ امتياز نه بغير ټول خلک يو شان استفاده کولے شى.
دَ يو معلم او په انسانيت دَ پوخ باور لرونکى سماجى کارکن په حيث ما دَ بشر دوستۍ دَ حقيقى روح لوسته ضرور کړې ده خو دا روح ما په عملى توګه دَ رښتونى بشردوستۍ په څېر دَ ايدهى په هلوځلو او دَ هغه په فاؤنډيشن کښې ګرځينده ليدلے دے.
زۀ داسې محسوسوم چې دَ محترم ايدهى صحت ورځ په ورځ کمزورے کيږى او دَ تېر کال راسې خو دَ هغه صحت پرله پسې خراب راروان دے. له دې وجې نه زۀ غواړم چې دَ پاکستان دَ خلکو دپاره دَ ايدهى دَ خدماتو اعتراف دې وکړے شى او هغه دې په فورى توګه دَ نوبل پيس پرائز ۲۰۱۶ء دپاره حتمى طور باندې ونوماندل شى.
عبدالستار ايدهى نه يواځې زما په مورنى هېواد کښې دَ نمر يو روښانه مناره ده بلکې په نړيواله سطح باندې هم هغه دَ قائدانه صلاحيتونو څښتن دے. څوک چې دَ خپل کردار او عمل په ذريعه دَ نورو دپاره دَ عمل لار متعين کوى. مهربانى وکړئ دَ محترم ايدهى دَ حمايت په لړ کښې دا پيټيشن سائن کړئ او زما دَ غږ سره هَم غږ شئ، دَ هاغه سپيځلى شخصيت دپاره چا چې دَ بې شميره خلکو په ژوند کښې غوره بدلون راوستے دے او زمونږ دپاره يې يو عملى مثال قائم کړے دے چې مونږ له خپل ژوند په کوم ډګر تيرول پکار دى.
Malala:
زۀ ملاله يوسف زئ دا پِټيشن سائن کوم، کوم چې زما دَ پلار له اړخه پېل شوے دے. په دې کښې هغوئ نړيواله قائدينو ته خواست کړے دے چې هغوئ دې دَ عبدالستار ايدهى نامه دَ نوبل پيس پرائز ۲۰۱۶ء دپاره وټاکى. دَ ناروغه انسانيت دپاره دَ محترم ايدهى پرله پسې او نه ستړيدونکى هلې ځلې زما دپاره ډيرې اغيزناکې او ترغيب کن دى. ايدهى صېب په پاکستان کښې دَ هاغه خلکو خدمت ته ملا تړلې ده کوم چې په چاپير چل کښې ډير بې وسه او بې اسرې دى او دَ هغوئ مرستې ته هيڅ څوک هم تيار نه دے. دَ محترم ايدهى عظيم کردار زمونږ دَ ټولو دپاره دَ تقليد وَړ دے. زۀ تاسو ټولو ته بلنه درکوم چې تاسو هم زما سره په دې مهم کار کښې شريک شئ او ايدهى او دَ هغوئ فاؤنډيشن ته دَ عقيدت پيرزونې وړاندې کړئ.

Petition Closed
Share this petition
The Decision Makers
Petition Updates
Share this petition
Petition created on 4 January 2016