د افغانستان په سفارتونو او د بهرنیو چارو وزارت کې نژادي تبعیض بند کړئ!

0 have signed. Let’s get to 2,500!


 د افغانستان په سفارتونو او د بهرنیو چارو وزارت کې نژادي تبعیض بند کړئ.‌ پښتنو ته ټول ژبني خدمتونه په پښتو ژبه برابر کړئ 

در سفارت ها و وزارت خارجهء افغانستان تبعیض نژادی را بس کنید. تمام خدمات زبانی را برای پشتون ها به زبان خود شان (پشتو) فراهم سازید.

STOP racial DISCRIMINATION in the embassies of Afghanistan around the world and in the ministry of foreign affairs altogether. Provide Pashtuns contact, customer and digital services in their mother tongue!!

مونږ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په مشرانو غږ کوو چې په سفارتونو کې دې قومي، سمتي او ژبنی تبعيض ودروي او پښتنو ته دې خدمتونه په خپله ژبه، چې د هر انسان حق دی، برابر کړي.

ما به رهبران دولت جمهوری افغانستان به صدای رسا می ګوییم که در سفارتها و دیګر ادارات دولتی تبعیض قومی، سمتی و زبانی را توقف دهند و همه خدمات را به پشتونها به زبان خود شان، که حق هر انسان است؛ مهیا سازند.

 د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر، اجرائیه رییس او د بهرنیو چارو د وزیر په نامه!

تر ټولو مخکې، مونږ د ملي وحدت د حکومت پرمختګونه او لاسته راوړنې ستایو او هیله لرو چې په خپلو ورځنیو چارو کې لا نور بریالیتوبونه ترلاسه کړئ.‌ مونږ باور لرو چې دا حکومت کولی شي چې دلته یاد شوي او نور تبعیضي یا د توپیري چلند مسایل حل کړي.‌

په دې کې شک نشته چې نژادي تبعیض یا توپیري چلند د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې یو معمول کار ګرځېدلی دی.‌ دا یو واقعیت دی چې د افغانستان حکومت د افغانستان په سفارتونو او په مجموع کې د بهرنیو چارو وزارت کې د نژادي تبعیض د مخنیوي په برخه کې لږ کار کړی دی. دغه نژادي تبعیض کولی شي چې زمونږ د خلکو تر منځ غټې ستونزې راپورته کړي او په دې کې شک نشته چې نور به مونږ هغه تحمل نه کړو. ‌

مونږ دلته له یو شمېر هغو مسایلو څخه پرده پورته کوو چې د افغانستان اکثر اتباع په ځانګړې توګه په بهرنیو هېوادونو کې د هغو له امله په خپلو ورځنیو چارو کې له ډول ډول ستونزو سره مخامخ کیږي او نه پوهېږي چې د حل لپاره یې چاته مراجعه وکړي. په کار دی چې د افغانستان حکومت د دغو ستونزو د حل لپاره چټک ګامونه پورته کړي:‌

  • په سوېډن کې د افغانستان سفارت کې وروستۍ پېښه،
  •  په ایټالیا او سعودي عربستان کې د افغانستان په سفارتونو کې د پښتنو پر ضد نژادي تبعیض،
  •  د جرمني په بن ښار کې د افغانستان د کونسلګرۍ د کارکوونکیو په هکله شکایتونه،‌ چې اکثر یې نشي کولی چې په پښتو خبرې وکړي،‌ او ان دا چې پرې پوهېږي هم نه.
  •  په هغو سفارتونو کې چې ادعا کیږي چې کارکوونکي یې په پښتو ژبه پوهېږي (مثلا، د ناروی په مرکز اسلو کې د افغانستان په سفارت کې) اکثر وختونه، هلته په پښتو ژبه کې د معلوماتو د تبادلې په برخه کې ستونزې رامنځته شوي او لا هم شته.‌
  •  د ځینې وېب پاڼو او ځینې فورمو په سر کې د پښتو او دری د عنوانونو ځایونه سره رد او بدل کړای شوي دي. دا یې یو مثال دی:‌ http://www.afghanconsulate-bonn.com/
  •  په سفارتونو کې په پښتو ژبه چاپ شوې فورمې یا نشته یا بېخي کمې دي.
  •  د سفارتونو او د بهرنیو چارو د وزارت په وېب سایټونو کې په پښتو ژبه اعلانونه نه خپرېږي او که وي هم، ډېر کم وي.
  •  د ځینې سفارتونو په وېب سایټونو کې پښتو ژبه اصلا هېڅ نشته، د مثال په توګه، په سوېډن کې د افغانستان د سفارت وېب سایټ:‌ http://embassyofafghanistan.se/
  •   که پښتو ژبه موجوده هم وي، دا د شرم خبره ده چې د پښتو ژبې متن اکثر وختونه له ګرامري پلوه غلط وي او تر دې چې ان پښتو حرفونه په کې نه وي کارول شوي. دا یې مثالونه دي:
  1. https://www.afghanistanembassy.no/ps/%D9%88%DB%8C%D8%B2%D9%87/
  2. https://www.afghanistanembassy.no/ps/%D8%AF-%D8%A7%D8%B3%D9%86%D8%A7%D8%AF%D9%88-%DA%A9%D8%A7%D9%BE%DB%8C/
  •  د ارګ ټولنیزې رسنۍ:‌ مونږ د ارګ د ټولنیزو رسنیو په پستونو کې هم ګورو چې مساوات په کې نه مراعت کیږي.‌ مونږ تمه لرو چې د ارګ په ټولنیزو رسنیو کې هر خپرېدونکی پست باید په پښتو ژبه هم خپور شي.‌

هیله ده،‌ چې دا غوښتنه هم پخپله لاسلیک کړئ او هم یې د ټولنیزو رسنیو او نورو لارو له خپلو دوستانو، خپلوانو او نورو ارتباطیانو سره شریکه کړئ چې لاسلیک یې کړي او د پښتو ژبې د حق په ترلاسه کولو کې خپله وجیبه ترسره کړئ.‌

ترتيب کوونکي: محمد شعيب هاشمي او خان محمد ستانکزی



Today: Mohammad Shouaib is counting on you

Mohammad Shouaib Hashemi needs your help with “The government of Islamic Republic of Afghanistan: د افغانستان په سفارتونو او د بهرنیو چارو وزارت کې نژادي تبعیض بند کړئ”. Join Mohammad Shouaib and 1,641 supporters today.