
څه باندې یو کال کیږي چې طالبان په افغانستان کې واکمن دي . د دوی په واکمنئ کې د ښځو او نجونو ژوند د لوی ګواښ سره مخ دئ. د ښځو او نجونو بنیادي او انساني حقونه هغوی ته نه دي ورکړل شوي.نجونې د متوسطه ښونځیو له تګ څخه منع دي دا نجونې حتی د تعلیم د حاصلولو خڅه په کورسونو او پوهنتونونو کې هم منع دي.
ښځو ته د کار اجازه نه ورکول کیږي ، ښځې د صحي خدماتو په حصول کې لوی مشکلات لري ، ښځې د سیاسي چارو څخه ګوښه شوي او دا ټول د دې سبب ګرڅیدلي چې هغوی په اجتماعي ژوند کې بې برخې شي ښځې او نجونې صرف د کورو په څلور دیوالو پورې محدودې شوي دي .
حتی په شخصي ژوند کې هم په ښځو محدوديتونه لګیدلی دوی حق نلري چې د خپلې خوښې لباس واغوندي.
کومو ښځو چې په دولتي ادارو کې کار کاوه لکه پولیس معلمانې ، مامورینې او نور .. هغوی هم په کور کینول شوي .سربیره پر دې چې نن ښځې د طالبانو د ورکړل شوي کود پر بنا لباس او حجاب مراعاتوي ، خو بیا هم وهلکیږي ، حتی اجباري ودونو ته مچبوریږي . خلاصه د طالبانو په واکمنئ کې د ښځو څخه مصونیت او انساني حقوق د ټولو موازينو پر خلاف ، اخیستل شوي دې .
د افغانستان زړورو ښځو د دې ټولو محدويتونو باوجود ، بیا هم خپل غږ پورته کړئ او د دې بیعدالتئ او ظلم پر خلاف يې مظاهرې کړي دي تر څو خپل حقوق اعاده کړي ، او له بلې خوا تړیوال هم دې خپلې بر حقه داعیې ته متوجه کړي.
د کالونو جنګونو د افغانستان ټول خلک د بیوزلئ او ویجاړ اقتصادي حالت سره مخ کړي. د سخت ژمي په راتګ سره د دي ناورین اصلي قربانیان ښځې ، ماشومان او زاړه دي ، په دې بنا مونږ د ملګرو ملتونو په منشي او د ناټو د رهبرئ په کمیټه باندي غږ کوو تر څو د ټولو امکاناتو څخه په کار اخیستلو او د نورو حکومتونو سره په تعامل کې د لاندې ټکو په عملي کولو کې جدې او عملي اقدامات وکړي
• د افغانستان ښځې دې په ازاده توګه او په خپله اراده له کوره بهر د ګرځیدو حق او مصؤنیت ولری ، د تحصیل او علم د حاصلولو حق دې ولري.
• د صحي خدماتو د حصول حق
• په سیاسي چارو کې د ګډون حق ، په غیر حکومتی موسسو کې د کار حق
• د بین المللي ټولننیزو مؤسساتو نظر ساتل د تخطيو د مخنیوي لپاره