Protect Afghan Cultural Heritage / پشتیبانی از حفظ میراثهای فرهنگی افغانستان

0 have signed. Let’s get to 500!


بنام خداوند بخشایندهٔ مهربان
به توجه طرفین مسئول درمذاکرات بازگشت صلح به افغانستان
مؤرخهٔ  ١٠ اکتبر ۲۰۲۰

با ابراز امیدواری به بازگشت صلح به وطن عزیز ما افغانستان، هدف از نگارش این سطور جلب توجه طرفین مذاکره به محافظت و پاسداری از میراثهای فرهنگی و آبدات تاریخی افغانستان میباشد. چنانچه مبرهن است آثار و آبدات تاریخی  افغانستان  نه تنها جزء مهمی ازسرمایه های ملی کشورمحسوب میگردد، بلکه بخشی از سرمایه های ثقافت جهانی نیز بشمار می آید.
 
افغانستان کشوریست مملو ازداشته های فرهنگی که با تمام کشورهای جهان ، چه از الحاظ ابداعات هنری وادبی وچه درساحهٔ معماری وصنایع ظریفه همسری مینماید. به اساس مطالعات باستانشناسی، باشندگان این سرزمین از زمرهٔ نخستین مردمانی بودند که درعصر کشف فلزات به استخراج معادن خود پرداختند و اساس مدنیت های شهری را در حدود پنج هزارسال پیش بنا نهادند. چناچه برهمه آشکاراست سرزمین کهنسال ما از دوران پیش از اسکندر تاعصر کوشانی ها یکی از مراکزعمدهٔ تجارت جهان باستان بود وجادهٔ مشهور اپریشم ازآن میگذشت. از آنعهد تا ادوار اسلامی، سرزمین ما به گواهی تاریخ مهد مدنیت های غنامندی بوده است. آثار و آبدات ادوار اسلامی افغانستان با مساجدی عظیم مزین با کاشیکاری های ظریف ، مناره های رفیع ، قصور و کاخهای پرصلابت و حصارها و قلعه های باستانی یکی از غنی ترین ممالک جهان از نگاه داشته های تاریخی میباشد؛ واین حق ملت افغانستان است که حکومات آیندهٔ آن آثار وآبدات تاریخی شکوهمند و باعظمت  کشور را حفاظت و پاسداری نماید تا نسل جوان افغان بتواند مزایای تاریخی خودرا درک کند ، بیاموزد و به هویت ملی خویش ببالد. میراثهای فرهگی کشور ما درحقیقت گنجینه های نهایت ارزشمند، وپربهای اند که مارا به درک و شناخت دست آوردهای علمی و فرهنگی نیکان ما رهنمون میسازد واین برماست تا درحراست و پاسداری آن بکوشیم .

درحالیکه ما امضا کنندگان این وثیقهٔ ملی مانند هر افغان و طنخواه و مسئولیت پذیر به فرهنگ متعالی وغنامند کشور خود افتخارداریم مطالب آتی رابه طرفین مذاکره پیشنهاد مینماییم:
 
• با درک این حقیقت که وطن عزیز ما دوران بسیار دشواری را پشت سر گذرانده بازسازی آن نه تنها به اراده آهنین مردم افغانستان تعلق میگیرد، بلکه به حمایت جامعه جهانی نیز نیاز دارد ، و از آنجایکه تعهد جامعه جهانی برای باز سازی افغانستان در مقایسه به کمک های عظیم گذشته اکنون بسیار ناچیز است ، برماست که درسالهای پیشرو ابتکار عمل بیشتر ی را برای جلب چنین مساعدت ها از خود نشان بدهیم تا کشور های کمک کننده را متقاعد ساخته بتوانیم که بخشی از عواید ملی خویش را برای پروژه های انکشافی افغانستان تخصیص دهند.
 
• درین میان یکی از راه های عملی و مؤثر برای رسیدن به این هدف بازسازی آبدات تاریخی و توسعهٔ توریزم وجهانگردی دروطن ماست که ازینطریق درآمد قابل ملاحظه وهنگفتی عاید افغانستان خواهد گردید وزمینه های کاری را درآینده محیا خواهد ساخت. روی همین دلیل است که کشورهای اسلامی در سراسر جهان به میراث فرهنگی خود توجه دارند و آن را مسئولانه و اندیشمندانه در سیاست های اقتصادی دولت خود گنجانیده اند که مثال عمدهٔ آن ممالک اسلامی عربستان سعودی و قطر میباشند.
 
• درین رابطه یادداشت کوتاهی ضمیمه این نامه است؛ مبنی براینکه حفظ میراثهای فرهنگی دریک کشور اسلامی مغایر احکام دین مبین اسلام نمیباشد بلکه نگهداری و حراست از آبدات تاریخی بحیث یک منبع با ارزش دارایی های عامه در رشد اقتصاد  پایدار یک کشور ارزش فراوانی را داراست.
 
• بدیهیست که تعهد مقامات مسئول آینده افغانستان درحفظ میراثهای فرهنگی یک  اقدام مثبت در راه  مصالحه ،  سازگاری و تضمین صلح به سطح ملی و بین المللی تلقی خواهد شد.
 
ومن الله توفیق

----------------------------------------------------------------

د لوی او بښوونکی څښتن تعالی په سپېڅلي نامه
د افغانستان د سولې لپاره د دواړو اړخونو د مذاکراتی پلاوو د پاملرنې وړ
د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ١٠ مه نېټه


ګران هېواد افغانستان ته د سولې د راتګ د هیله مندۍ په څرګندولو سره، د دغه لیک یواځینۍ موخه د هېواد د تاریخي آثارو،آبداتواو فرهنګي میراثونو ساتنې او پاملرنې ته د مذاکراتي پلاوي د دواړو اړخونو د پام راګرځول دي. دا څرګنده ده چې د افغانستان تاریخي او فرهنګي اثار نه یواځې د هېواد ملي شتمني ده بلکې د نړۍ د ثقافت یوه برخه هم شمېرل کېږي.


افغانستان یو داسې هېواد دی چې د فرهنګي ویاړونو ډک دی او د نړۍ د ټولو هغو هېوادونو سره په یوه ردیف کې قرار لري چې د فرهنګي میراثونو، ادبي آثارو، معمارۍ او صنعت په برخه کې خورا شتمن بلل کېږي. لکه څرنګه چې ټولو ته څرګنده ده افغانستان په نړۍ کې یوه لرغوني سیمه ده چې د اسکندر مقدوني له وخته تر کوشاني دولت او بیا له هغه مهاله تر اسلامي دورې پورې د نړۍ د بډایه مدنیتونو زانګو ګرځېدلې ده. د اسلامي دورو څخه راپاتې آثار او آبدات لکه ستر ستر مسجدونه چې په ظریفو، ښایسته او زړه راښکوونکو تیږو باندې پوښل شوې، هسک او لوړې منارې، په زړه پورې ودانۍ د دې ښکارندوی دی چې دغه سیمه د تاریخي آثارو او پاتې شونو له مخې د نړۍ له ترټولو بډایه هېوادونو څخه شمېرل کېږي. او دا د افغان ملت مسلم حق دی چې دغه ویاړمن، با عظمته او لوړ تاریخي اثار او آبدات یې وساتل شي او پاملرنه ورته وشي ترڅو وکولی شي خپل تاریخي مزایاوې درک کړي، زده کړه ورڅخه وکړي او په خپل ملي هویت ویاړ وکړي. زمونږ د هېواد فرهنګي میراثونه په حقیقت کې لوی او با ارزښته خزانې دي چې مونږ سره د خپلو مشرانو او تیرو نسلونو د علمي او فرهنګي لاسته راوړنو په درک کې مرسته کوي، نو دا زمونږ مسولیت دی چې باید ترې ساتنه وکړو.


د یادونې وړ ده چې مونږ ټول افغانان په خپل ملي هویت، فرهنګي میراثونو او پتمن تاریخ ویاړو او دغه فزیکي واټن هېڅکله د دې باعث کېدای نشي چې له هېواد سره زمونږ ژوره مینه راکمه کړي. خو دا خبره مونږ درک کړې ده چې افغانانو او د افغانستان خاورې ګڼ شمېر ستونزې او ناخوالې تجربه کړي دي او د دغه وضعیت بدلون نه یواځې دا چې د افغانانو په پیاوړو ارادو سره شونی دی بلکی پدغه برخه کې د نړیوالی ټولنې تعهد او مشارکت هم اړین دی چې اوس یې د پخوا په نسبت ونډه خورا کم رنګه شوې ده. دا نو اوس زمونږ مسولیت دی چې نوښتونه وکړو او له مختلفو لارو چارو په ګټې اخیستنې سره د په دغه برخه کې د نړېوالو توجو راجلب کړو ترڅو د خپلو ملي عوایدو یوه برخه د افغانستان پراختیایې پروژو ته ځانګړې کړي.
په دغه برخه کې یو اړین کار دا دی چې د افغانستان لرغوني تاریخي آثار، آبدات او فرهنګي میراثونه ییا راژوندي او د تورېزم او سیاحت لپاره  زمینه سازي وشي. دغه چاره به د هېواد داخلي عایدات فوق العاده لوړ او په راتلوونکي کې به بې شمېره کاري فرصتونه رامنځته کړي. همدا علت دی چې د نړۍ اسلامي هېوادونو خپلو فرهنګي میراثونو ته ډېره پاملرنه کړې او په خپل اقتصادي سیاست کې یې ورته ځای ورکړی. ښه بېلګي یې د سعودي عربستان او د قطر هېوادونه دي.


د دغه لیک سره مل یو یادښت هم تاسو ته درلیږو چې پکې په څرګند ډول د دې خبرې پخلی شوی چې د اسلام سپڅلی دين د تاریخي آثارو، آبداتو او پاتې شونو د ساتنې سره خلاف نه دی بلکې د اسلام مقدس دین د فرهنګي او تاریخي آثارو د حفظ او ساتنې سپارښتنه کوي. دا ځکه چې دغه تاریخي آثار د تېرو نسلونو د ژوندانه انځور دی او سربېره پر دې یاد آثار د هېواد عامه شتمني بلل کېږي چې هېڅوک یې د تصرف حق نلري.
د یادونې وړ ده چې یاده چاره باید د هېواد راتلوونکو مسولو مشرانو له لوري په ملي او نړېواله کچه تضمین شي او تر ټولو اړینه یې دا ده چې دا کار به د هېواد په اقتصاد، ملي ثبات، سولې او سیاست کې خورا مهم ثابت شي.    
ومن الله توفیق
په ټوله هیله